دا خو ښه خبره ده!

محمد کبير حقمل- هند

نه پوهېږم چې زه يوازې داسې يم او که په بهر کې مېشت ټول افغان زده کوونکي له دې حالت سره مخامخ دي؟ هره ورځ ټولګي ته په رسېدو د يوه نه يوه ښوونکي يا يوه نه يوه زده کوونکي له دې پوښتنې سره مخامخ کېږم چې په هيواد کې مو څه حال دی او هلته روانه شخړه چېرته ورسېده؟ دوی هر يوه له پخوا د افغانستان په اړه له رسنيو ډېر څه اورېدلي وي، اسامه، جګړه، امريکايان او دې ته ورته نور ډېر هغه څه دي چې دوی يې د افغانانو په مخامخ ليدلو سره په يوه ځل پوښتي او په اړه يې مالومات غواړي.

عام وګړي، هټيوال او ان ريکشا چلوونکي هم له دې عادته بې برخې نه دي، دوی هم هر يو د افغانستان د لانجې په تېره بيا اسامه او امريکا په اړه پوښتي او ځينې خو يې لا افغانانو ته د اسامه د هيواد خلک وايي.(دوی لاهم په دې نه پوهېږي چې اسامه عرب دی)

که څه هم هند ته له راتلو راهيسې موږ له داشان پوښتنو سره عادت شوي يو، خو هغه بله ورځ د همدې پوښتنو په لړ کې له يوه عجيب چلند سره مخامخ شوم، چې زما يې يو ځل بيا يوه ترخه حقيقت ته پام کړ.

دا ځلې زما او زما د يوې ايتوپيايۍ ټولګيوالې ترمنځ خبره وه. هغې په دې ورځ رانه د افغانستان د وګړو د شمېرې پوښتنه وکړه، ما ورته له ۲۵ ميليونو د ډېرو کسانو شمېره وښوده او دې هم خپل هيوادوال نژدې ۸۰ ميليونه کسان وبلل. د همدې بحث په ترڅ کې ماورته د شورويانو د ناروا يرغل په ترڅ کې د خپلو شاوخوا يو نيم ميليون وګړو د شهيدېدو، د څه باندې پنځه ميليونو هغو د کډوالېدو او د يوزيات شمېر نورو د معيوبېدو خبره هم وکړه. همدارنګه مې د افغانستان د کورنيو چارو وزارت د تېر کال شمېره هم ورته وښوده چې له مخې يې په يوه کال کې د بهرنيو ځواکونو، حکومت او طالبانو ترمنځ شخړو له امله له څلورو زرو ډېر افغانان وژل شوي و او ددې ترخو حقايقو په بيانولو سره مې ورته کړل چې اوس هم ښه يو چې له پنځه ويشت ميليونو ډېر پاتې يو.

که څه هم يادې شوې شمېرې چې له ژونده زموږ د يو زيات شمېر بې ګناه وګړو د محرومېدو ښکارندويي کوي ټيټې نه دي او هرڅوک يې په اورېدو خواشنيې کېږي، خو زما دې ټولګيوالې دې ټولو مالوماتو ته چې بې له شکه زما له بشپړ خپګان سره ملې وې د (دا خو ښه خبره ده) ځواب ورکړ. دې پرته له دې چې په خپل ذهن کې د يوه بې ګناه انسان وژل، د هغه د کورنۍ بې سرپرسته کول، د هغه د مور د ګرېوان شلېدل او سلګونه نورې ستونزې مجسمې کړي په ډېرې اسانۍ سره دا ځواب راکړ.

که څه هم هغې کله چې وروسته ددې له ځوابه زما خپګان وليد او ورته مې د خپلو هيوادوالو د بې ګناه وژل کېدو په اړه له درده ډکه کيسې وکړې له خپلې خبرې پښيماني وښوده، خو پخواني ځواب يې ماته ډېر څه را زده کړل.

نوموړې ته له دې امله چې خپل کوم خپلوان يا هيوادوال يې په تپل شويو جګړو، پردو لمسونو او ناروا ناتاريو کې له لاسه نه دی ورکړی او د ژوند په عياشيو بوخته ده د يوه چا د زرګونو هيوادوالو مرګ څه ارزښت لري، دې به چېرته کومه کورنۍ ليدلې وي چې سرپرست يې سهار د يوې ګولې ډوډۍ د پيدا کولو لپاره بهر ته ووځي او بېرته يې په وينو لړلی مړ بدن کور ته راوړل کېږي، دې به زموږ د هغو مظلومو هيوادوالو په شان چيغې او وير چېرته ليدلی وي چې د واده ډولۍ يې په جنازه بدلېږي او په پای کې به دې هغه زرګونې ناخوالې څه ليدلې وي چې د تاريخ جبر او د نړۍ ستمګرو زموږ په ملت راوستې دي.

ماته ددې له ځوابه مالومه شوه چې دا او د نړۍ ټول هغه اوسېدونکي چې د ژوند په مزو کې ډوب دي کله هم زموږ او د نورو په غم اخته وګړو له درده نه دي خبر. راته مالومه شوه چې که څه هم نړۍ د ټکنالوژي پرمټ د يوه کلي په شان شوې، خو بيا هم غمونه او بدې ورځې د هرچا خپلې دي. زموږ ملت که هرڅه زغمي پخپله يې زغمي او د چا زړه سوی ورسره نشته او که هرڅه ورسره کېږي د يوه هدف له مخې ورسره کېږي د چا خواخوږي ورسره نشته، له همدې امله بايد خپل غم پخپله وژاړو او د له منځه وړو لپاره يې يوه دايمي حل لاره ومومو.

 

ددوى پنځه تنه څومره زورور دي؟!

محمدكبير(حقمل)-هند

د هند د اندرا پردېش ښار د حيدراباد عثمانيه نړيوال پوهنتون د دغه هيواد له مهمو پوهنتونونو څخه دى. دغلته زرګونه كورني او بهرني محصلين په بېلابېلو څانګو كې د ماسټرۍ او دوكتورا تر كچې زده كړې كوي. د نوموړي پوهنتون ارتس كالج چې د ټولنيزو علومو، اقتصاد، ژبو او يو شمېر نورو څانګو لرونكى دى بيا په ټول پوهنتون كې مشهور دى. ارتس كالج د عثمانيې له بېلابېلو كالجونو يوازنى هغه دى چې ددغه پوهنتون په، لسګونه كلنه ستره پخوانۍ و دانۍ كې پروت دى. ددې كالج لوىوالي او مخې ته يې د پروت لوى ډګر له امله د حيدراباد او په تېره بيا د عثمانيې ډېرى لاريونونه همدلته كېږي. د تلېنګانې په نامه لاريونونه چې هر كال يې د ارتس كالج مخه د لسګونو ورځو لپاره شاهده وي ددې لاريونونو ستر او نومور هغه دي.

كه څه هم تر دې مهاله نوموړي لانجمن لاريونونه نه دي پيل شوي چې د ټول پوهنتون درسونه ورسره ځنډول كېږي، خو وړاندې له هغو يو شمېر پېښې پوهنتون ته زما په څېر د نوي ورغلي سړي پام ور اړوي. ما په دې وروستيو كې د يوه سكالر شېپ پر مټ په عثمانيې پوهنتون كې د لوړو زده كړو چانس وموند او د اګست له پنځمې نېټې راهيسې مې هلته زده كړې پيل كړي دي، خو له دغې نېټې را پدېخوا څو څو ځله زموږ ټولګي د سيمه ييزو زده كوونكو د كوچنيو احتجاجونو او لاريونونو له امله تړل شوي دي. په دې پوهنتون كې هندي محصلين ډېره پياوړې ټولنه او اتفاق لري، كه ددوى يو تن يوه خبره كوي نو ټول يې ورسره مني او ملګرتيا يې كوي.

څو ورځې وړاندې چې درسونه نوي پيل شوي و د يوه ساعت درس له لوستلو وروسته كله چې په بل ښوونكي پسې ورغلو چې ټولګي ته راشي، د پوهنځي ادارې وويل چې ښوونكى نه شي درتللاى ځكه چې يو دوو ټولګيو احتجاج كړى او نه غواړي درسونه وويل شي. په بلې ورځې د محصلينو د خوښې كومې سياسي ډلې ټاكنې ګټلې وې، له همدې امله هغوى د پوهنتون مخې ته ډولونه راوستي و او په اتڼونو يې د زده كوونكو ټولګي وتړل. د پنجشنبې په ورځ(د اګست ۱۲ مه) ډېره په زړه پورې پېښه وشوه، هغه داچې يو پنځه تنه محصلين چې يو ډول شعارونه يې وركول په پوهنتون كې را پيدا شول او زموږ ټولګي ته په رارسېدو يې له ښوونكې د خبرو وخت واخيست. كه څه هم د هغوى د راتګ موضوع لانجمنه نه وه او ويل يې چې ټولنه يې پوهنتون ته د نويو راغلو محصلينو د ښه راغلاست غونډه لري، خو زموږ ښوونكې ټولګى وتاړه او ويې ويل، كه دا پنځه تنه بيا راشي او ټولګى وګوري چې پرانيستى دى، نو غصه كېږي او ښايي غبرګون وښيي.

ماته چې د يوې بې وزلې او قهرجنو انقلابونو ځپلې سپېڅلې خاورې بچى يم دا هرڅه ډېر په زړه پورې ښكاري. ما د طالبانو له ماتې وروسته په كابل پوهنتون كې زدې كړې پيل كړې. دغلته يو وخت چې دروژې مباركه مياشت وه محصلينو د ليليې د ناوړه حالت له امله لاريون وكړ، خو د چارواكو او امنيتي ځواكونو لخوا يې په ګوليو ځواب وويل شو. په دې لاريون كې چې په بشپړه توګه په حقه و څو تنه شهيدان او ټپيان شول. اوس چې يوځل بيا د روژې مباركه مياشت ده ماته هماغه لاريون او د حيدراباد د محصلينو لاريونونه مخې ته درېږي. د كابل پوهنتون روا او پرځاى لاريون چې په ګوليو بدرګه شو او د عثمانيې د محصلينو بې ځايه او اخلالوونكي لاريونونه چې چارواكي او ښوونكي يې په موسكا ځوابوي. ماته د كابل د بېلابېلو پوهنتونونو د زرګونو محصلينو هغه ډلې را په يادېږي چې زه يم هم يو غړى وم او بې درېغه ډزې ورباندې كېدې او دا پنځه تنه هم ګورم چې د يوې بېځايه موضوع پر سر ټول پوهنتون تړي او خپل كار پر مخ بيايي.

دې ټولو ته په كتو هر چاته جوتېږي چې زموږ هغه زرګونه كسان څومره بې وسي وو او ددوى دا پنځه تنه څومره زورور دي!

دا ځل به د حكم صيب نوبت و!!!

ح. حنظله

په كابل پوهنتون كې زما د زده كړو د دوهم كال كيسه ده، كله چې پر افغانستان د نوي اشغال ايله دوه كاله وتلي و او ما د پوهنتون د عياشۍ او فحاشۍ نه ډكه فضا كې يوازې د ګوتو په شمار داسې ملګري پېژندل چې د امريكا په شومو اهدافو پوه و او د نوي اشغال مخالفت يې كاوه. موږ په داسې حال كې چې د وسله والې مبارزې ډېر لږ امكانات لرل، د داسې چا په پيدا كېدو ډېر خوشالېدو چې په ارمان يې راسره يو او د ژوند موخه يې هم د اسلامي نظام ټينګېدل او په نړيواله كچه د صليبي اشغال پاى ته رسول و.

له ملګرو سره د پټو خبرو او د اسلامي مبارزې لارې ته د ځوانانو د رابللو په لاره كې يو ماښام له لمانځه وروسته د زابل له يوه مسلمان او با احساسه ځوان سره چې د طب پوهنځي محصل و مخامخ شوم. ښكلې ژبه يې لرله او په څېره كې يې هم اسلامي احساسات له ورايه ښكارېدل. په دې ويلو چې ګرانه لږ احتياط كوه د اشغالګرو نوكر استخبارات په داسې چا پسې ډېر دي چې خلك پاكې مبارزې ته رابولي او ځينو نورو خبرو يې راسره مخه ښه وكړه او ويې ويل چې ځينې نور ملګري هم شته چې په ليليه كې يې درسره مخامخ كوم او د وروستيو كارونو په اړه به ورسره مشورې كوو. ماهم ورسره ښه وكړه او كوټې ته ولاړم. هغه ځوان له څو ورځنيو خبرو او كيسو مشورو وروسته راته يو په يو داسې كسان را ښودل چې غټ زړونه او د خپل دين او هيواد لپاره يې غټ آرمانونه لرل. يو له هغو كسانو چې له ماسره يې مخامخ كړ او د لومړي ځل لپاره مو د پوهنتون په وچو چمنونو د خلكو له سترګو لرې د درسونو په نامه ورسره وكتل، حكم(د ح او ك په فتحې سره) صىب و. حكم صىب په ونه منځنى، په څېره وچ كلك او نرۍ سپېڅلې ږيره يې لرله. خداى مې دې غاړه نه بندوي چې له نوموړي سره مو د ډاكټر صىب وسيم له شهادته وروسته وكتل او كه وړاندې خو د ډاكټر صىب شهادت هم يو لوى داستان لري. خداى بښلى وسيم د ناټو په وړاندې د افغان جهاد په لړ كې د كابل پوهنتون لومړى شهيد و. كله چې د ناټو لومړي سرتېري كابل ته تلل، هغه له ملګرو سره مشوره وكړه چې بايد دې اشغالګرو ته په كابل كې په لومړۍ ورځ درس وركړو او ورباندې بريدونه وشي، چې د همدې بريدونو په تياريو كې ګران وسيم خپل ژوند له لاسه وركړ.

حكم صيب كه څه هم له دې عملياتو وړاندې ما نه پېژانده خو وروسته زموږ داسې ملګرى شو چې تل به مو زړه ورباندې ډاډه و. حكم صىب د خداى دين او افغانستان ته د خدمت په لاره كې له هرڅه تېر و. لومړى خو يې د مبارزاتي چارو لپاره د وخت موندو په موخه له طب پوهنځي نه كرنې پوهنځي ته ځان تبديل كړ او وروسته يې ددې لپاره چې د سنګر له ملګرو سره يې واټن له منځه تللى وي، دوهمه پوهنځۍ هم پرېښوده. ښاغلى حكم د وردګو ولايت اوسېدونكى و خو د افغانستان په اړه يې د يوه سپېڅلي افغان احساس درلود. له نوموړي سره لومړي بحث كې هغه راته وويل، ياره حنظله هرڅه دې منم، په هره خوا چې وايې در سره ځم، خو د تعميرونو او پخوانيو پلورل شويو رهبرانو مبارزه باندې نور باور نه شم كولاى. كه مې د دين په اړه د څه زده كولو ته بيايې نو له جوماته پرته مې چېرته مه وله او كه مې سياسي فعاليت ته هڅوې، نو د جهاد پخوانيو نوم بدوونكو سره به مې نه مخامخ كوې. ما او زموږ زابلي ملګري ورته وخندل او ورته ومو ويل زموږ هرڅه خو همدغو مشرانو او همدغو د جهاد نوم بدوونكو را خراب كړل.

ښاغلى حكم كه څه هم د كابل پوهنتون( چې ما تل ورته كابل فېشنتون ويلى) محصل و، خو خولۍ، څادر او كالي يې د يوه سپېڅلي كليوال و. هغه د اوسنۍ نړۍ له ناولو او ناپاكو لوبو دومره بېزاره شوى و چې راډيو او ټلويزيون نه يې هم زړه تور و. كله كله به يې د خبرونو او نورو مالوماتو لپاره ماته ويل چې ته خو په دې شيانو كې لاس وهې، وايه په دنيا كې څه روان دي؟ د لومړي ځل لپاره چې كله هغه راته د راډيو ووېلې، هغه له يوۍ بهرنۍ راډيو سره زما مركه وه چې د امريكا او حكومت پرضد مې كړې وه او دوو نورو محصلينو يې پرضد په همغې راډيو كې خبرې كړې وې. ښاغلى حكم د ماخوستن له جمعې وروسته چې زموږ د ملګرو د لنډو خبرو ډېر ښه وخت و، ماته راغى او پر كاغذ ليكلي دوه نومه يې راته راكړل او راته ويې ويل چې دوى به راته پيدا كوې چې ستا او د مسلمانو محصلينو د خوښې خلاف خبرې يې كړي دي. ما ورته وخندل او په ټوكو مې ورته وويل چې حكم صيب د بيان ازادي ده پرېږده يې چې هرڅه وايي، ما ستاسو غږ له هغوى وړاندې پورته كړى دى.

حكم صيب كه څه هم په كابل پوهنتون كې د امريكا او صليبيت په وړاندې زموږ د ډلې تكړه غړى و، خو لكه پورته مې چې وويل، ډېر وخت پاتې نه شو او مخامخ وسله وال جهاد يې پيل كړ. له چريكې مبارزې مخامخ هغې ته ووت او د وردګو د سيد آباد او د لوګر د يو شمېر سيمو يو زړور مجاهد ترې جوړ شو. له پوهنتون پرېښودو ډېره موده وروسته مې په كابل كې هغه مهال د ملي امنيت د ناولي محبس مخې ته په داسې حال كې وليد چې ما هم د بندي ملګرو مجاهدينو د ليدو لپاره وخت اخيستى و او ده هم، خو ده راته كړل چې زما او ستا د ليدو كسان يو دي او څرخي پله ته بېول شوي. له هغه ځايه بيا نژدې د ښار په ډېرو برخو كې وګرځېدو او په يو زيات شمېر موضوعګانو مو خبرې وكړې چې متاسفانه دا زما او د حكم صىب وروستي ليده و.

هغه به د نورو ملګرو په شان ژر ژر د مبايل شمېرې بدلولې او زه به ډېر لږ په دې توانېدم چې اړيكي ورسره ونيسم، خو ده به وخت نا وخت زنګ واهه. ( بلې اورې...... حنظله يې.... زه ستا يو ملګرى يم.... يو غريب ملګرى.....حكم..... څنګه يې، كارونه دې ښه دي، ملګري څنګه دي.) مابه هم ورته وخندل او ورته وبه مې ويل چې ياره تا غوندې غريبان دې هم خداى لري. په ډېره خوشالۍ به مې ورسره خبرې وكړې، چې ډېر وخت به لنډې وې.

د خداى بښلي او ځوانيمرګ حكم وروستى ټيلفون څو مياشتې وړاندې راغى. زه په كابل كې نه وم. ورته ومې ويل چې بل ځاى يم، د پخوا په پرتله يې غږ ډېر غلى و، داسې ښكارېدل چې وروستۍ خبرې يې دي او ډېر په مينه ځكه نه غږېږي چې ګنې بيا په دنيا نه وي او ملګري به يې خوږې خبرې يادوي. په ډېره لېوالتيا مې ورسره خبرې وكړې او نوې شمېره مې يې په موبايل كې ثبت كړه، چې د نورو ټولو شمېرو په شان دا هم څو وخته وروسته چې زنګ مې ورته وواهه بنده وه. له څو ورځو راهيسې مې د بل هر وخت په پرتله زړه ډېر غوښتل چې له حكم صىب سره خبرې وكړم، خو پې ونه توانېدم، ايله چې دوه درې اوونۍ وړاندې يوه با احساسه ملګري راته په چټ كې وويل، له انجنير صيب نه خبر يې؟

موږ د كابل پوهنتون ملګري يو په يو په اوسني جهاد كې د كابل د انجنيري پوهنځي د محصلينو چې موږ ورته انجنير صيبان وايو د بې درېغه قربانيو شاهدان يو. د شهيد انجير توفيق( جهادي نوم يې طارق و) شهيد انجنير مطيع الله، شهيد انجنير مزمل او يو زيات شمېر نورو له شهادته وروسته راته د ملګري دا كلېمه عجيبه وبرېښېده. ترې ومې پوښتل چې كوم انجنيرصىب ښيې، راته كړل يې چې انجنير صىب حكم شهيد شوى. صليبيانو ورباندې يوه كور كې بريد كړى او دشپې مهال يې له څو نورو ملګرو سره شهيد كړى دى.

په ريښتيا هم د ملګرو په تېره بيا د مبارزې او سختيو د لارې د ملګرو له لاسه وركول ډېر ګران دي. تر دې مهاله مو د يو شمېر ملګرو غوښې په څادرونو كې ټولې كړي او ليدلي، خو د حكم صيب د شهادت خبر ډېر وځورولم. د هغه سپېڅلې څېره راته ياده شوه، پاك اسلامي احساسات يې را په ياد شول، له ملګرو سره يې بې كچې مينه او د افغانستان د اوسني حالت او مسلمانانو په اړه يې فكرونه ذهن ته راغلل، په زړه مې يو ژور بوج راغى، ملګري ته مې وويل چې الله پاك دې د حكم صىب شهادت قبول كړي. ته دا ووايه چې دا خبره څومره ريښتيا ده، هغه راته وويل چې ډېره شونې ده چې شهيد شوى دې وي. زړه مې صبر نه كاوه، له نورو ملګرو سره مې اړيكي ونيول، هر يوه راته د حكم صيب د شهادت خبره وكړه. انجنير صىب ته مې د زړه له كومې دعا وكړه. دا څووم ځل و چې د كابل پوهنتون د مبارزو ملګرو د شهادت خبر مې اورېده. دداسې ملګرو چې په ډېرو سختو حالتونو كې به يې زموږ ملاتړله، خو په زړه كې راته يو افسوس راغى، كاشكې زه هم حكم صىب سره واى، كاشكې زه هم ورسره شهيد شوى واى، كاشكې ما هم د كابل پوهنتون له هغو ملګرو سره د جنت په بڼونو كې ليدلې واى چې اوس د هغوى ارواوې په كې ګرځي.

ژورو سوچونو په مخه كړى يم، انجنير صيب حكم مې نه هېرېږي. هغه كه څه هم په څېره او بڼه ډېر كمزورى مالومېده، خو د وردګو د سيد آباد او د لوګر د يو شمېر سيمو هره لوېشت به يې قرباني او زړورتياوې يادوي. هغه ډېر ځله خپله سپېڅلې خاوره د امريكايانو په وينو سره كړې ده. ډېره ځله يې ډېرې سختې جګړې كړي او سخت تاكتيكي بمونه يې ايښي، خو بالاخره په يوه وحشي بريد كې شهيد شو. سپېڅلى حكم د سپېڅلي دايمي ژوند پر لوري ولاړ، موږ يې يوازې پرېښودو او تر مرګه به زما غوږونه د هغه د ښكلي غږ او ټيلفون انتظار كوي، ډېر ارمان مې ده چې زه هم ورسره شهيد شوى واى، خو داسې ونشول، تقدير به همداسې و او له نورو ملګرو وروسته به داځل د حكم صىب نوبت و!!!

د شهيد روحاني لومړى تلين

 يو کال وړاندې په هلمند کې د بي بي سي خبريال، ځوان شاعر او ليکوال عبدالصمد روحاني په ډېر مظلوميت د نامالومو کسانو لخوا ووژل شو.

 متاسفانه افغان حکومت لاهم په دې نه دى توانېدلى چې د ځوانيمرگ روحاني قاتلان ونيسي او مجازات يې کړي.

 موږ په داسې حال کې چې د روحاني د هر ځل نوم له يادولو سره د هغه خداى بښلي په ياد د غم اوښکې تويوو او روح ته يې دعا کوو، له نړيوالې ټولنې، افغان حکومت او وسله والو طالبانو د ښاغلي روحاني د وژونکو د نيولو غوښتنه کوو.

 روحاني د هلمند د مظلوم ولس غږ و او په هېڅ لوري نه و تړلى، له همدې امله بايد هغه په چا پورې ونه تړل شي او د حق د ترلاسه کولو لپاره يې هڅې وشي. په دې سره به د خداى بښلي ځوانيمرگ روحاني روح آرام شي، د کورنۍ دردونه به يې مرهم شي او د هغو وحشيانو مخونه به تور شي چې پر گلونو گوزار کوي او رژوي يې.

 خداى دې روحاني وبښي او جنتونه دې ورکړي

 تل دې د حق د ويناوالو نوم ژوندى وي او خداى دې نور د روحاني په

څېر ځوانان رانه نه اخلي.

 آمين يارب العلمين

پر غزې بريد پر اسلامي امت بريد دى!!!

پر غزې بريد پر اسلامي امت بريد دى!!! په فلسطين كې د غزې پر تراړې د ظالمو او غاصبو اسرائيلو بريدونه بايد ټول اسلامي امت په كلكه وغندي او په وړاندې يې ودرېږي. دې كې شك نشته چې ددغو بريدونو اصلى تمويلګره امريكا ده له همدې امله بايد اسلامي هيوادونه او اسلامي امت په تېره بيا افغان ملت چې په ښكاره له امريكا سره په جګړه كې ده د امريكا ملګرتيا پرېږدي او د اسرائيلو د بريدونو د بندولو لپاره پر دغه ظالم هيواد فشار راوړي. فلسطين د اسلامي نړۍ يوه نه بېلېدونكې برخه ده او بايد ټول اسلامي امت ترېنه دفاع وكړي. لوى خداى دې د محرم په دغې پاكه مياشت كې د فلسطين د ولس قرباني قبولې كړي او ددغه هيواد مبارزو ډلو ته دې لا توفيق ور په برخه كړي. په ټوله نړۍ كې د كافرانو او صليبيانو د ماتې او شرمېدو په هيله. د غبرګون چلوونكى

 

اختر مو مبارک شه!

خپل ټول ځورېدلي، مظلوم او وياړلي ولس ته د ابراهيمي قرباني د کليزې اولوى اختر مبارکي وايم!

  لوى خداى دې وکړي چې دغه اختر افغانانو او ټول اسلامي امت ته د خوښۍ، آزادۍ او ورورولۍ پيلامه وگرځي.

د کابل پوليسو کې عجيبه بدلون؛

 

جنرال سالم احساس هم د شمالي دسيسو ښکار شو

 

 

د کابل پخوانى امنيه قوماندان جنرال سالم احساس چې د غويي د اتمې د بريد په اړه د غفلت له امله د لوى څارنوال لخوا له خپلې دندې تعليق شوى و، دامهال له قومانداني نه لېرى شوى او د شمالي ټلوالې يو پخوانى غل يې پر ځاى امنيه قوماندان ټاکل شوى دى. جنرال احساس چې د څو مياشتو په لړ کې په کابل کې د غلاو، تښتونو او وژنو کچه له نشت سره برابره کړه په ټول افغانستان کې د ښه پوليس په توگه پېژندل شوى. هغه به د شپې او ورځې کار کاوه څو خلک په ارامه ژوند وکړي.

د ښاغلي احساس په وخت کې په ريښتيا هم ډېرې چاودنې او بريدونه وشول، خو تر کومه ځايه چې د هغه په دندو پورې اړه لري، په ښار کې يې غله او لنډه غران ښه قابو کړي و او د هغوى په وړاندې يې کلکه مبارزه پيل کړې وه.

جنرال احساس او د لوى څارنوال ځواني

د غويي د اتمې له بريد نه وروسته چې کله لويې څارنوالي په دې اړه څېړنې کولې، څو تنه يې په بريد کې د غفلت په نامه له دندو گوښه کړل. په هغو کې چې وکتل شي ډېرى يې هغه پښتانه پوليس او امنيتي چارواکي دي چې په يوه نه يوه توگه له شمالي ټلوالې او د امرالله صالح له کسانو سره په ټکر کې دي. جنرال سالم احساس، نظر شاه، جنرال عبدالرحمن او داسې نور هغه کسان دي چې په کابل کې يې د شمالي لنډغرو مخه نيولې وه، له همدې امله د صالح ملي امنيت د هغوى په وړاندې خنډونه جوړول، د جنرال سالم د قوماندانۍ پر مهال چې کوم بريدونه په کابل کې وشول، په ډېرو کې يې د ملي امنيت د لوى رياست لاس و. د غويي د اتمې په بريد کې هم د ډېرو په وينا د شمالي ټلوالې چې صالح يې ټينگ غړى دى او ملي امنيت يې هم په خدمت کې دى لاس و. ددغه بريد زور بيا هم متاسفانه له پښتنو ووته، د کابل تکړه امنيه قوماندان د هغه څارنوال لخوا تعليق شو، چې د دوستم ښکر يې ورمات نشواى کړاى، د جرات لخوا يې وهل وخوړل او چکري ورته سپکې سپورې ووېلې. څارنوال ثابت اوس له امريکايانو زده کړي دي چې د افغانستان کوم خلک ښه وهلى شي. که په کنړ، پکتيکا او هلمند کې امريکايان د پښتانه سپين ږيرى او ماشوم وژلى شي، په کابل کې هم د جنرال فتاح په اشاره څارنوال ثابت د پښتنو سټې له واکه لرې کولاى شي.

لوى څارنوال چې په ډارنتوب کې ورته هر افغان لوړه نمره ورکړې، په دومره بېړه د کابل د پوليسو او امنيت پښتانه مشران لرې کړل، چې په دومره وخت کې يې د جرات او دوستم په اړه خبره هم ونکړاى شوه. له جبار ثابت نه خلکو هيله لرله چې دوستم چې د يو چا پر کور او کورنۍ يې بريد کړى و محکمې ته را وکاږي، خو هغه د دې کار پر ځاى هغه څوک را و پرځاوه چې د دوستم کوريې کلابند کړى و او ويل يې چې د څارنوالي د حکم پر اساس دې ته حاضر دى چې دوستم لاس تړلى بنديخانې ته واچوي. جنرال احساس د يوه افغان او مسلکي پوليس په توگه هر هغه څه چې يې له لاسه کېدل د کابل د امنيت په اړه وکړل. هغه د خداى بښلي خاکرېزوال په څېر په کابل کې د شمال لنډغرو د مخنيوي هڅې هم وکړې، خو شماليوال کله دا مني چې له کابل نه دې ددوى واک ختم شي. لوى څارنوال هم همدې ته په کتو هغه څه وکړل چې ټول هيواد يې پې خفه کړ. افغان ولس لوى څارنوال ته وړانديز کوي چې دا نور څه پښتانه هم چې په کابل او يا نورو ولايتونو کې کار کوي له دندو تعليق او وروسته لرې کړي، داځکه چې هغوى نه حضرت لري، نه فهيم او رباني چې ملاتړ يې وکړي، هغوىدداسې يوه ولسمشر تر واک لاندې کار کوي چې يوازې خپله څوکۍ او شمالي لنډ غر ورته مهم دي نه کوم بل څوک.

ولسمشره ښه پرېکړه دې وکړه

د پارلمان يوه غړي راته ويل چې يو وخت د افغانستان د ملي امنيت مشر امرالله صالح له خپلې دندې استعفا ورکړه، خو کرزي يې استعفا تر شپږو مياشتو وځنډوله او بيايې ځواب ورته راولېږه چې ته له دې دندې نه شې گوښه کېداى. له هغې وروسته د کابل ښاروالي مرستيال ښاغلي غرزي خواخوږي له دې امله چې همدې د شمالي لنډغرو د طالب او کمونيست په نامه سپک کړ او بدې بدې خبرې يې پسې وکړې ولسمشر ته د دندې پرېښودو وړانديز وکړ. ولسمشر هم بې له ځنډه د نوموړي پرکاره چارواکي استعفا امضا کړه او غرزى يې له حکومت نه ووېست. دا ځل هم ولسمشر ډېره ښه پرېکړه وکړه، د يوه مسلکي، په کار پوه او هڅانده امنيه قوماندان جنرال سالم احساس خبره چې کله تر ده ور ورسېده، د شمالي ټلوالې د غلو لست ته يې لاس کړ او ايوب سالنگي يې د هغه پر ځاى امنيه قوماندان وټاکه. د ولسمشر کله دا په کابل لورېږي چې غلاوې او شوکې دې ترې ورکې وي، له همدې امله يې د غلو يوه مشر ته بيا د کابل قومانداني ورکړه او يو ځل بيا يې خلکو ته وښوده چې دلته يوازې غله د ژوند کولو حق لري نه عام خلک.  ولسمشر ته خو د بابه جان، سالنگيانو او امان الله گذر قوماندانيانې مالومې دي، هغوى خو هم د خلکو په مال تېرى کوي او هم د خلکو په ناموس، نو څنگه يې دې ته زړه ښه کړ چې يو ځل بيا هغوى ته د کابل واک ورکړي. خداى دې ولسمشر ته خير ورکړي، ددې خلکو دومره غم ده ورسره چې د لږ وخت لپاره يې هم د پخوانيو دوستانو د رحمت له سيوري لرې نه پرېږدي، که شمالي ټلواله دا څه موده له کابله لرې وه، اوس يې بيا د خلکو د خوشحالولو لپاره په کابل واکمنه کړه او د پښتون او پښتو لمن يې د کابل له امنيه قومانداني ټوله کړه. ښه مې په ياد دي، يوځل د هيواد يوه شمالي ولايت ته تللى وم، هلته يو چا راته قسم وخوړ چې همدې سالنگيانو به چې کله د کابل امنيه قوماندانۍ په لاس کې لرله، په خپل موټر کې شهدائ الصالحين او نورو سيمو ته بوول او تاريخي آثار به يې ورباندې را اېستل او بيا به يې په پاکستانيانو پلورل. ولسمشر ته ښايي د شماليوالو پاکستان ضد شعارونو خوند ورکړى وي، خو نه داسې نه ده، هغوى د پښتو او پښتنو لپاره په پاکستان لعنت وايي، هسې خو يې چې گټه وي، خپل هر څه له پاکستان نه ځاروي، هغوى چې د روس غلامي کولاى شي، نو د پاکستان په وړاندې سترگې برگوي؟

ولسمشره آفرين، داد ې ښه پرېکړه وه، پرېنږدې چې په کابل کې د عدالت او امنيت څرک تر سترگو شي، دا پکتياوال دې هم چې دومره پريښى ښه دې نه دي کړي، لرې يې کړه او داسې څوک د جنايي پېښو پر ضد د مبارزې څانگې مشر کړه، چې لږ تر لږه خو د لنډ غرو بانډونه او ډلې ولري. پښتانه څه کوي، شپه او ورځ کار کوي او د ښار له چلونو سره نه دي بلد.

خلک بايد څه وکړي؟

دا لومړى ځل نه دى چې داسې کېږي. په لسگونو ځله د کابل او هيواد په کچه داسې شوي چې د پښتون په لرې کېدو او د نورو په ټاکلو کې له منډې کار اخيستل شوى. ولسمشر، لوى څارنوال او د کورنيو چارو وزارت په دې هرڅه ښه پوهېږي، خو متاسفانه چې همدا لاره يې غوره کړې ده. ولسمشر هم ددې پرځاى چې له تېرو کلونو پند واخلي، بيا پخواني کارونه تکراروي او د خلکو په سر د ظلم او وحشت مېچنې گرځوي، خلکو ته په کار ده چې په زغرده نور د ولسمشر ددغو کارونو په وړاندې جبهه ونيسي، د ملت استازو ته هم په کار ده چې د هغه سر په دې خلاص کړي چې د خداى لپاره رايه دې د پښتنو وړې او واکونه نورو ته سپارې. ولسمشر که نور نه سمېږي او په دغو کارونو ټينگار کوي، هر افغان چې په راتلونکو ټاکنو کې له هغه نه ملاتړ کوي د ملي خائن نوم به ورته د افغانستان په تاريخ کې ورکول کېږي ځکه چې همدغه ولسمشر په هيواد کې ملي خائنانونه ملي اتلان جوړوي.

د شهيد روحاني په اړه؛

 

په هلمند کي خپلواکو ژورنالستانو

 

د احتجاجي غونډي پريکړه ليک

 

 

د ١٣٨٧ کال د غبرګولي د مياشتي په ١٨ نيټه د شنبې په ورځ  تکړه ژورناليست او د بي بي سي راډيو =خبريال عبدالصمد روحاني د څه مودې لپاره لادرکه او په سبا يې د مازديګر پر ٥ بجو جسد د بولان په هديره کي و موندل سو .

په هلمند کي ټول ژورناليستان او فرهنګي شخصيتونه په دغه غميزه کي ځان شريک بولي .

 

                    1.د هلمند ولايت د ژورنالستانو او فرهنګپالو د پريکړي سره سم به د يوې اونۍ لپاره د احتجاج په توګه د هلمند څخه هيڅ دولتي او غير دولتي راپور رسنيو ته نه ورکول کيږي بې له هغه خبره چي د خداى بخښلي روحاني په اړه وي   .

                    2.دا چي د ژورناليزم کورنۍ خپل يو تکړه غړى له لاسه ورکړى دى د هلمند ولايت ژورنالستان او فرهنګپال د هيواد پر ټولو خبري رسنيو ږغ کوي چي د خداى بخښلي د مړيني په اړه دي سبا ورځ چي د غبرګولي د مياشتي ٢١نيټه دي د هيواد د فرهنګي ډګر ملي ماتم اعلان کړي

                    3.د غبرګولي ١٩ نيټه چي د شهيد عبدالصمد روحاني د شهادت له ورځي سره سمون خوري هر کال به د هلمند په فرهنګي ډګر کي د توري ورځي په نامه و لمانځل سي 

                    4.چاپي مطبوعات دي درسنۍ لومړۍ پاڼه ياتوره او يادي ورباندي د خداى بخښلي عکس چاپ کړي .

                    5.راډيو يي او تلويزوني رسنۍ دي سبا د غبرګولي پر ٢٢ نيټه پر پوره (٥) بجو د يوې د قيقې لپاره چوپيتا غوره کړي .

                    6.لکه څنګه چي د ښآر له منځه څخه د يو ژورنالست نيول او ايستل او بيا په قتل رسول د ادارې کامله بې کفايتي ښئي . ټول ژورنالستان او فرهنګپال دا غوښتنه  کوي چي نومړې قضيه دي په جديت او دقت  وڅيړل سي

که پورته ټکي په نظر کي ونه نيول سي د هلمند ژورنالستان به جدي ګامونه پورته کړي.

د کرکټ اتلولي؛

 

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله په وږي نس اتله شوه

 

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله چې پرون هيواد ته را ورسېده، لومړنۍ ډله ده چې په نړيواله کچه يې افغانستان ته دومره وياړونه راوړي دي. دغې ډلې د انگلستان په جرسي ټاپو کې ددولسو هيوادونو د لوبډلو په منځ کې لومړى مقام وگاټه او په دې توگه يې خپل هيواد ته د بري وياړوباښه.

د افغان لوبډلې مخې ته پرون د کابل نړيوال هوايي ډگر ته لسگونه افغانان، حکومتي چارواکي او د لوبغاړو خپل خپلوان ورغلي و. د لوبډلې د راستنېدو پر مهال يوه شي چې تر هر څه ډېر يې د هر چا فکر ځانته اړاوه هغه له يوې اتلې لوبډلې نه د حکومت او افغانانو او حکومت سوړ هر کلى و. د دغې لوبډلې مخې ته نه دومره لوړ پوړي دولتي چارواکي ورغلي و او نه هم د ملي شورا مشران. ددې ترڅنگ د کرکټ له ملي لوبډلې سره افغان رسنيو هم ښه په ښکاره ناځواني وکړه. دغې لوبډلې هره ورځ يوه نه يوه هيواد ته ماتې ورکوله، خو دلته په کابل کې يوې ورځپاڼې هم خپل مخ زموږ د وياړلو لوبغاړو په تصويرونو ښکلى نه کړ. همدارنگه يې زموږ ډېرى هيوادوالو ته چې د لوبو په اړه معلوماتو ته تږي و د معلوماتو رسولو مسئوليت هم ادا نه کړ. دغه رسنۍ چې ډېرى يې د نارواوو ژبنيو او سمي تړاوونو پر بنسټ جوړې شوي په دې غلط فکر کې وې چې گنې کرکټ لوبډله په يوې ځانگړې ژبې پورې تړلې(حال داچې دا يوه ملي لوبډله ده) او له همدې امله يې د هغوى هېڅ وياړ په هغه شان چې لازم و ياد نه کړ.

 يو وخت په بهر کې د افغانستان يوه ځوان چې زموږ ټولو وياړ دى يوه لوبه وگټله چې په بل پړاو کې هماغه ځوان ناکام هم شو، خو رسنيو دومره ونازاوه چې ټولو افغانانو آفرين پرې ووايه. د دغه ځوان په اړه د رسنيو خپرونو زموږ هيوادوالو ته دا سوچ پيدا کړ چې گنې په ملي برخه کې ټولې همغږې او د ملت په گټه دي، خو بد بختانه چې دغه چلند له کرکټ لوبډلې سره ونشوه. د کرکټ ډلې ته چې په پرله پسې توگه وياړونه راوړي او تر اوسه يې ماته نه ده خوړلې د رسنيو لخوا هېڅ پاملرنه ونشوه. ددې ترڅنگ حکومت دومره ستره جفا ورسره وکړه چې ټولې لوبې يې ورباندې په وږي نس تېرې کړې.

د افغانستان د کرکټ فدراسيون مشر او د ولسمشر سلاکار شهزاده مسعود په ښکاره وويل چې افغان لوبغاړو به د يوه کس ډوډۍ په څلورو کسو خوړله او د دريو وختونو پرځاى به يې يو وخت خوراک کاوه. کرکټ لوبغاړو هم چې له جرسي نه له رسنيو سره خبرې کولې په زغرده ويل چې پيسې نه لري او ستونزې يې ډېرې دي. د کرکټ لوبډله له افغانستان نه د پښتنو په استازيتوب نه وه تللې چې د نورو برخو په شان حکومت ورسره خپله جفا تکرار کړه، بلکې دغه ډله د افغانستان د بيرغ اوچتولو لپاره زموږ د هيواد د هر قوم او هر اوسېدونکي په استازيتوب د انگرېزانو هيواد ته تللې وه. د اکبرخان د خاورې دغو نومياليو زامنو د مکناټن پر خاوره په کاملا دوستانه فضا کې خپلو سيالانو ته د خپلو مټو زور وښوده او مات يې کړل، خو متاسفانه چې په دغه زور کې حکومت او ولس هېڅ رول ادا نکړ. د کتونکو په وينا، د کرکټ نورې لوبډلې به چې له لوبو خلاصې شوې، د خپل هيواد د استازو لخوا به ډېر ښو هوټلونو ته د ډوډۍ او ښو ځايونو ته د چکرونو لپاره تلل، خو افغان لوبډلې هلته هره ورځ خپلې گېډې په يوه اسيايي وروسته پاتې هوټل کې بيا هم په کچالو مړولې. د وياړونو ددغې ډلې سپکاوى نه يوازې داچې زموږ د لوبډلې سپکاوى دى، بلکې د ټولو هغو با احساسه افغانانو سپکاوى هم دى، چې په جرسي کې يې د افغان لوبډلې په هرې نمرې اخيستو له خوښي نه اوښکې تويولې او په دې به يې وياړ کاوه، چې اوس هغه افغانان چې خاپوړې يې د مهاجرت په کوڅو کې کړي، د خپل هيواد بيرغ په ډېر وياړ او مېړانه په نړۍ کې اوچتوي.

افغانان په دې سوچ کې و، چې د امريکا د غلامۍ په بيه ددغه هيواد او نورې نړۍ د مرسته شويو ميلياردونو پيسو يوه برخه خو به په دغو اتلانو ولگول شي، خو متاسفانه چې هېڅ هم ونشول. له کرکټ لوبډلې سره يادې شوې جفا او بيا د شهزاده مسعود پرونيو خبرو يو ځل بيا زموږ ملت ته دا وښوده چې ورسره کېدونکې ټولې مرستې د يو څو هغو کسانو جيبونو ته ځي چې نه له ملت سره علاقه لري او نه هم د ملت له وياړونو سره.

د کرزي په حکومت کې چې په کابل کې په زرگونو کورونه د شمال د لنډغرو او پنجشېر د غلو لخوا په زور ونيول شول او ځينې يې د وزيرانو لخوا په خلکو ووېشل شول، د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې غړي کورونه نه لري. ددې ترڅنگ ډېرى يې له کورونو نه خپل ورځنى لگښت اخلي او د حکومت لخوا ورته معاشونه نه ورکول کېږي. په همدې توگه په لسگونو نورې داسې ستونزې شته چې که د بل هيواد کومه لوبډله ورسره مخامخ واى، بهر ته په تلو به بېر ته هيواد ته هم نه وه راگرځېدلې، خو د افغان وېر د قربانيانو دغه بچيان نه يوازې داچې د خپل حق د تر لاسه کولو لپاره چانه څه نه غواړي، په پرله پسې توگه خپل هيواد ته وياړونه راوړي او په همدغې خاوره کې اوسېږي. ټولو هيوادوالو ته به ياد وي چې څومره افغان لوبغاړي له هيواد نه بهر ته په تلو سره په همغو هيوادونو کې ورک شول. د فوټبال او نورو لوبډلو خبرونه خو به ټولو اورېدلي، خو د کرکټ اتلان نه يوازې داچې تښتي نه، بلکې په پراخه سينه ټولې هغه ستونزې زغمي چې ورسره لاس او گرېوان دي.

اوس چې د هيواد د کرکټ ملي لوبډله له ستر وياړ سره هيواد ته را رسېدلې، حکومت ته ښايي چې خپلې ټولې جفاگانې چې تر دې پخوا يې له دغې لوبډلې سره کړي دي شاته وغورځوي. حکومت ته ښايي چې زموږ له اتلانو سره داسې چلند وکړي لکه چې ورسره ښايي. که داسې ونه شي، خداى خبر چې زموږ دغه ځوانان به تر کومه يادې شوې ستونزې وزغمي. په پوره وياړ سره ويلاى شم، چې ستونزه آخر خلک غبرگون ته هڅوي او خداى مکړه د کرکټ د اتلانو غبرگون داسې نه وي، چې بله ورځ هيواد ته د وياړونو راوړونکي رانه پردي نه شي.

د بهرنيو سرتېرو خپلسريو خلك سړكونو ته را ووېستل؛

 

ولې په لوى لاس له ننګرهار نه

 

د هلمند جوړېدو هڅې كېږي؟

 

له تېرو څو اونيو راهيسې د افغانستان ختېځ ولايت ننګرهار د يولړ داسې پېښو شاهد دى، چې په ښكاره دغه ولايت د بدامنيو او ګډوډيو پر خوا بيايي. ددغه ولايت په بېلابېلو سيمو كې د امريكايي ځواكونو عمليات او ترڅنګ يې پر عامو وګړو بريدونه ددې لامل شول چې عام ولس دې راوپارېږي او لار يونونه دې وكړي.

امريكايي ځواكونه پر داسې مهال په ننګرهار ولايت كې د طالبانو د نيونې په نامه د عامو وګړو په نيولو او وژلو لاس پورې كوي، چې د افغانستان په نورو په تېره بيا سويلي سيمو كې نا امني ورځ په ورځ ډېرېږي او د بهرنيو ځواكونو د زيانونو كچه هم د لوړېدو په حال كې ده. دغه نا امني نوې نه دي، بلكې له څو كلونو راهيسې د يوې داسې ډلې لخوا جوړېږي چې په زوره له حكومت نه وشړل شول او پرځاى يې نوي خلك واكمن شول. د افغانستان د اوسنۍ ستونزې دوام نه يوازې داچې له ياد شوي لامل نه دى، بلكې دامهال خپله بهرنيان او د افغان حكومت يو شمېر چارواكي او سياسي ډلې په داسې بڼه لمن ورته وهي، چې په هېڅ صورت يې د سمېدو شونتيا نه تر سترګو كېږي. په حقيقت كې خو كه له ريښتيا تېر  نه شو، امريكايي او ترڅنګ يې ناټو ځواكونه هر هيواد ته چې تللي، د هغه هيواد خلك يې د سولې په ارمان كړي او ترڅنګ يې د ملي پخلاينې ټولې لارې ورباندې تړلې دي. د افغانستان ولس هم په همدې ستونزه اخته دى، زموږ خلك كه له يوې خوا د يوې پردۍ جګړې په لومو كې ګير دى، ترڅنګ يې په هره خوا كې خپل خلك داسې له لاسه وركوي چې هيڅوك هم زړه نه ورباندې سوځوي. متاسفانه نه يوازې داچې په تېرو څو كلونو كې زموږ په هيواد كې ددغه ناورين د پاى ته رسېدو كومې نښې نه معلوميږي، په ډېر زور ياد شوې غميزې ته لمن وهل كېږي او زموږ خلك په كې خپل هرڅه له لاسه وركوي.

كه څه موده پخوا او يا هم تېركال په هلمند، ارزګان او يا نورو سويلي ولايتونو كې خلك د مخامخ جګړو، چاودنو او بمباريو له لاسه له خپلو سيمو په منډه او تيښته و، دا مهال دغه بلا زموږ د هيواد نورو سيمو ته په غځېدو ده او داسې ښكاري چې زموږ دغه خلك به هم يا وسله را اوچتوي او يا به هم خپلې سيمې او ځمكې د پردو د خپلسره كارونو له لاسه پرېږدي. كه په ننګرهار كې د تېرو څو ورځو پېښو ته وكتل شي، له دې نه پرته كوم بل مفهوم نه شي ترې اخيستل كېداى. د افغانستان په تېرو څو كلنو جګړو كې ننګرهار تر ټولو آرام ولايت و، هلته نه جګړې كېدې او نه هم په كې د تاوتريخوالي پېښې، خو دا مهال نه پوهېږو د امريكايي ځواكونو د B52 لابراتوار په دغه ولايت كې د كوم ترهګر او امريكا ته ګواښ كس څرك لګولى. هيڅوك په دې نه پوهېږي چې د ننګرهار ولايت كې كوم زورور پټ دي چې نه يې افغان ملي پوځ او نه هم ملي پوليس او ملي امنيت نيولاى شي او په تورو شپو يې دغه تور مخي او تور بختي امريكايان په خړو كورونو او كليو كې لټوي. موږ او بل هر افغان ته تر ټولو لويه پوښتنه داده چې زموږ حكومت ولې د اوو كلونو په تېرېدو بيا هم ددې توان نه لري چې سړكونو ته د سلګونو كسانو په راوتو دا معلومه كړي چې هلته امريكايي ځواكونو پرځاى عمليات كړي او كه بې ځايه. ددې توان زموږ حكومت او ملي شورا يو هم نه لري چې په زغرده د څو كلونو په تېرېدو امريكايانو ته ووايي چې نور نو د افغان پر سر بمونه او مرمۍ اورول بند كړي او د افغانانو ټولې ستونزې افغانانو ته پرېږدي. زموږ حكومت بايد ددې توان لرلاى چې كم له كمه يې تر خپل واك لاندې سيمو كې د امنيت او پوليسو په مرسته مشكوك كسان نيولى او په يوه افغان محكمه كې يې محاكمه كولاى، خو متاسفانه چې داسې نه ده. زموږ خلك اوس هم له دې وېرېږي چې امريكايان به يې پر كور ورشي او خپل خپلوان به يې د ګوانتانانو تر كپسونو ورسوي. ددې ترڅنګ زموږ خلك په دې هم ډاډه نه دي چې له بهرنيانو نه كېدونكي شكايتونه به يې حكومت واوري او كه پارلمان او يا هم هغه نړيواله ټولنه چې زموږ هيواد او دې ته ورته په لسګونو اسلامي هيوادونه يې په غمونو اخته كړي دي.

د ننګرهار ولايت بېلابېلو پېښو كه له يوې خوا زموږ يو شمېر هيوادوال مړه او زنداني كړل له بلې خوا يې دا اندېښنې په يقين بدلې كړې چې افغان حكومت پر داسې لوري نه دى روان چې ډېر ژر به د خپلو چارو مسئوليتونه پرغاړه واخلي. دا ډېره په زړه پورې ده چې د يوه يا دوو طالبانو او يا نورو جنګياليو د نيولو لپاره لا هم زموږ پوليس او پوځ نه دي كافي او يا هم د هغوى د نيولو لپاره د افغان حكومت نظر نه غوښتل كېږي. دا او دې ته ورته په لسګونو نورې پوښتنې دي چې د هر افغان په ذهن كې راګرځي او د ځواب سرچينه يې نه ده ور مالومه.

ښه به وي چې د ننګرهار له پېښو نه داسې عبرت واخيستل شي چې نور د پردو په لاس زموږ د بې ګناه خلكو د وينې توئېدو د مخنيوي لپاره كار وشي، كه نه په پوره باور سره ويلاى شو چې خلك به را وپارېږي او د پردو پر وړاندې به داسې حركت پيل كړي، چې مخنيوي ته به يې د نړۍ ستر ځواكونه هم ټينګ نه شي. په افغانستان كې د مېشتو بهرنيو ځواكونو په وينا دامهال چې هره ورځ په افغانستان كې د تاوتريخوالو پېښې كېږي يوازې په لسو ولسواليو كې دي، كه د هغوى خبره ريښتيا وي نو دا ثابتيږي چې دغه ځواكونه ددې توان نه لري چې يوازې په لسو ولسواليو كې ټيكاو راولي. له همدې امله پر داسې مهال چې دغه په هرڅه سمبال پوځونه د يوې لږې سيمې امنيت نه شي ټينګولاى، د ټول افغانستان په ثبات كې به څنګه مرسته وكړي؟

موږ د بل هر چا د شننو خلاف په زغرده وايو چې بهرني ځواكونه دې نه په هغو ولسواليو كې چې ويل كېږي هلته نا امني دي عمليات كوي او نه دې هم نورو آرامو ولايتونو او سيمو ته خپلې ناولې څېرې ورښيي. دا مهال هرچاته ښكاره ده چې بهرني ځواكونه د افغانستان د امنيت ساتلو په چاره كې په بشپړه توګه ناكام دي او ددغې ناكامۍ په لړ كې دې زموږ نورې سيمې په غمونو نه اړوي.

كه چېرې اوس هم په افغانستان كې د بهرنيو ځواكونو په شتون بيا كتنه ونه شي او د خپلسريو د مخنيوي لپاره يې كار ونه شي، لرې نه ده چې د افغانستان هره سيمه هلمند شي او په دې توګه زموږ هيواد د نورو لوبو ډګر هم وګرځي.